د افغانستان د کرېکټ د غوره لیګ هوکړهلیک د پنجشنبې په ورځ د هېواد د کرېکټ بورډ او د هند د خصوصي شرکت «سنکسر سپورټ» سره په کابل کې لاسلیک شو.
د افغانستان د غوره لیګ سیالۍ د روان کال په اکټوبر (د راتلونکي لمریز کال په تلې میاشت) کې د نړۍ د غوره لیګونو له میعارونو سره برابر په عربي متحده اماراتو کې به ترسره شي.
په دغو سیالیو کې به پنځه ډلې په ۲۳، ۲۰ اوریزو لوبو کې له یو بل سره سیالي وکړي.
په دغه لیګ کې څه باندې ۸۰ کورني او څه باندې ۲۰ د نړۍ غوره لوبغاړي به لوبه وکړي.
د هېواد د کرېکټ بورډ مشر شکرالله عاطف مشعل، په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې دا لوبې د افغانستان د کرېکټ د ودې لپاره یوه موکه وبلله.
هغه زیاته کړه:«افغان لوبغاړې به وتوانېږي چې د نړۍ له نامتو لوبغاړو سره په یوې لوبډلې او یا هم د یو بل په وړاندې په نور ډلو کې لوبه وکړي او دا یې د استعداد د ودې لپاره یوه مناسبه زمینه ده.»
د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ سیالۍ د لومړي ځل لپاره د نړۍ د غورهلیګونو په منځ کې خپل ځای نیسي او دا سیالۍ به درې اوونۍ دوام وکړي.