Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان د کرېکټ لیګ لومړی پړاو لوبې پیل شوې

د افغانستان د کرېکټ د غوره لیګ د لومړي پړاو لوبې د جمعې پر شپه د (تلې په ۱۳مه) په عربي متحده اماراتو کې د نړۍ د مشهورو کرېکټرانو له ګډون سره پیل شوې.

د دغه لیګ په لومړی لوبه کې کابل ځوانان وتوانېدل چې د درې ویکټو په توپیر پکتیا لوبډلې ته ماتې ورکړي.

د دغو لوبو په پای کې ایوینز د توپوهنې په برخه کې د کابل لوبډلې لپاره ښه وځلېد او د دغو سیالیو د فني کدر له خوا د لوبې د غوره لوبغاړي لقب خپل کړ.

په دغې لوبه کې د توپوهنې په برخه کې لومړی لوبه د پکتیا لوبډلې پیل کړه او وتوانېده چې د ۲۰ اورونو په لوبولو او د څلورو لوبغاړو له سوځېدو سره سیالۍ لوبډلې ته ۲۱۹ منډې هدف وټاکي.

چې د توپوهنې په برخه کې د پکتیا لپاره سکندر رضا ښه وځلېد او وتوانېد چې ۷۸ نه سوځېدلې منډې ترسره کړي.

د توپ اچونې په برخه کې د کابل لوبډلې لپاره ظاهر شهزاد ښه وځلېد او وتوانېد چې د سیالۍ لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځوي.

بل پلو د کابل لوبډلې توپوهنه ښه پیل کړه او وتوانېده چې په شلم اور کې د اوو لوبغاړو له سوځېدو سره ورکړل شوی هدف پوره کړي.

د کابل لوبډلې لپاره د توپوهنې په برخه کې ایوینز ښه وځلېد او ۷۹ نه سوځېدلې منډې یې ترسره کړئ او د توپ اچونې په برخه کې د پکتیا لوبډلې لپاره شرف الدین اشرف ښه وځلېد او وتوانېد چې د سیالۍ لوبډلې دوه لوبغاړوي له ډګره بهر کړي.

شریک یي کړئ