Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان ساحلي فوټبال لوبډلې مالیزیا ته ماتې ورکړه

د هېواد د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې، د چین د څلور اړخیزو سیالیو په خپله دویمه لوبه کې مالیزیا ته ۴-۳ ماتې ورکړه.

دغه لوبه نن له غرمې وړاندې په چین کې ترسره شوه.

د ساحلي فوټبال د ملي لوبډلې لپاره رووف قادري، حضرت ګل باران، مرتضي رضايي او محمود ازاد ګلونه ترسره کړل.

حضرت ګل باران په دې اړه وویل:«هغه لوبه چې موږ نن د مالیزیا په وړاندې ترسره کړه، یوه ډېره ستونزمنه لوبه وه، ځکه چې موږ مخکې له دغې لوبډلې سره لوبه کړې وه او ۵- ۳ دغه لوبډله مو ماته کړې وه او دغې لوبډلې په دغې لوبه کې داسې مقاومت کاوه چې باید دغه لوبه وګټي.»

په همدې ترتیب ټاکل شوې ده د هېواد د ساحلي فوټبال ملي لوبغاړي، د دغو سیالیو په چوکاټ کې، سبا د دغو سیالیو له کوبه سره د سیالۍ ډګر ته ور ودانګي.

شریک یي کړئ