Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان سره دویمه یوه ورځنۍ لوبه کې ایرلنډ بریا خپله کړه

د افغانستان او ایرلنډ تر منځ دویمه یو ورځنۍ کرکټ لوبه ایرلنډ د درېیو وکټو په توپير وګټله.

دا په  داسې حال کې ده چې افغانستان لومړۍ لوبه د هېواد کرکټ لوبډلې د ۲۹ منډو په توپیر سره ګټلې وه.

په دې لوبه کې نبي عیسی خېل په سلو نړیوالو لوبو کې د ګډون ریکارډ خپل کړ او د نوملړ په سر کې راغی.

افغانستان لومړۍ توپ‎وهنه پیل کړه او د ۹ لوبغاړو له لاسه ورکولو سره یې سیالې لوبډلې ته د ۱۸۲منډو موخه وټاکله.

د توپ وهنې په برخه کې نجیب الله ځدران ښه وځلید او توانید چې ۴۲ د هېواد لوبډلې په ګټه جوړې کړي.

همداراز د توپ اچونې په برخه کې د ایرلنډ لوبغالی، مورتاګ ښه وځلید او توانید چې د خپلې لوبډلې لپاره ګټور تمام شي. ده په دې لوبه کې څلور ویګټې خپلې کړې.

ایرلنډ لوبډه وتوانیده چې په ۴۳ اور کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ورکړل شوې د ۱۸۲ منډو موخه پوره کړه.

د یادې لوبډلې په توپ وهنې برخه کې بالبرني ښه وځلید او د خپلې لوبډلې لپاره یې ۶۰ منډې جوړې کړې.

له دې سره افغانستان سل نړیوالې لوبې ترسره کوي چې په ټولو کې یې نبي عیسی خیل ګډون درلود او ریکارډ یې خپل کړ.

دا په داسې حال کې ده چې له درېیو لوبو یوه افغانستان او یوه ایرلنډ ګټلې راتلونکې لوبه که افغانستان وګټله نو د دې لوبلړۍ (سیریز) بریا به خپله کړي.

ټاکل شوې ده چې سبا جمعه د وږي ۸مه افغانستان له ایرلنډ سره خپله درېیمه یوه ورځنۍ پنځوس اوریزه لوبه وکړي

شریک یي کړئ