Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان کرکټ لوبډلې ویسټ‎انډيز د ۷ ویکټو په توپير ماته ورکړه

دا مهمه نه ده چې تاسو څنګه پیل کوئ، مهمه دا ده چې کار څنګه پای ته رسوئ. همداسې د افغانستان کرکټ لوبډله وتوانېده چې د یک‎شنبې پر ورځ زمبابوې کې د ویسټ‎انډيز لوبډلې ته په یوه ښه لوبه کې د اوو ویکټو په توپير ماته ورکړه.

افغانستان کې څو ورځې له دې لوبې مخکې د اماراتو او ایرلنډ لوبډلو په ماتولو سره د ۲۰۱۹ زیږدیز کال نړیوالو لوبو ته لار پیدا کړه.

د افغانستان کرکټ لوبډلې له یوه افسانوي سفر څخه وروسته دا تاریخي بریا خپله کړه، ځکه چې دې لوبډلې خپلې درې لوبې په پرله پسې توګه بایللې وې او له رواني پلوه تر فشارونو لاندې وو.

په دې لوبه کې مجیب ځدراڼ خپله ونډه په ښه توګه ادا کړه او ښه لوبه یې نندارې ته وړاندې کړه. نوموړی وتوانید چې له لوبې د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي وباسي او په بایله کې ویسټ انډيز د ۴۶ اعشاریه ۵ اورونو کې افغانستان ته د ۲۰۴منډو موخه وټاکله.

پر وړاندې یې د هېواد کرکټ لوبغاړي، محمدشهزاد د ۹۳ توپونو سره ۸۴ منډې جوړې کړې او دې مرسته وکړه چې افغان کرکټ لوبډله په ۴۰ اعشاریه ۴ اورونو کې بریا ته ورسېده.

د هېواد کرکټ لوبغاړي، ګلبدین نائب د کارلوس برایت وایټ او کمار روچ ویګټو په اخیستو سره د ویسټ‎انډيز لوبډله حیرانه کړه او د  افغانستان ځای یې په میدان کې کلک کړ.

په همدې حال کې افغانستان توانید چې د شپتو توپونو په بدل کې پنځوس منډې جوړې کړي. که څه هم د ویسټ انډيز لوبغاړي کیمو پال د نائب ویستو سره هڅه وکړه چې په میدان کې خپله لوبډله پیاوړې کړې، خو رحمت‎شاه د شهزاد ترڅنګ لوبه وکړه او سیالې لوبډلې دا موکه پیدا نکړه چې د افغانستان لوبغاړي تر فشار لاندې ونیسي.

له دې سره شهزاد وتوانید چې د دیارلسم ځل لپاره خپله پنځوسیزه د نړیوالو یوې ورځنیو لوبو کې ترسره کړي. شهزاد او رحمت شاه په ګډه توګه وتوانیدل چې ۹۰ منډې د افغانستان لپاره ترسره کړي. شهزاد وتوانید چې په دې لوبه کې ۱۱ څلوریزې او دوې شپږیزې ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د درېیو لوبغاړو له لاسه ورکولو سره په ۳۶اعشاریه ۲ اورونو کې ۱۷۰ منډې کړې وې. وروسته له هغې سمیع‎الله شنیواري او محمدنبي ورکړل شوې  موخه پوره کړه او د افغانستان بریا یې پرېکنده کړه. شینواري ۲۰ او نبي هم ۲۷ منډې ترسره کړې.

مخکنۍ لوبه کې هم شهزاد توانیدلی وه چې ۵۴ منډې ترسره کړې او د میدان غوره لوبغاړی شي.

د ویسټ انډيز لوبغاړو افغان توپ اچوونکو ته مخه ونه نیوله او د څلورویشتم اور کې چې ۱۰۱ منډې یې جوړې کړې وې، پنځه لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

د سیالي لوبډلې لوبغاړي، مارلون سمیولز هم ښه لوبه ترسره کړه او د محمد نبي پر وړاندې یې یوه څلوریزه او یوه هم شپږیزه ترسره کړه، خو نبي خپل غچ واخیست او هغه  یې په یوه تخنیکي ګوزار له لوبې ویست.
 
د هېواد کرکټ لوبغاړي، ګلبدین نائب د کارلوس برایت وایټ او کمار روچ ویګټو په اخیستو سره د ویسټ‎انډيز لوبډله حیرانه کړه او د  افغانستان ځای یې په میدان کې کلک کړ

شریک یي کړئ