Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د انګلستان د کرېکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۹ نړیوال جام اتله شوه

د انګلستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۹ز کال د نړیوال جام په پای لوبه کې نیو زیلنډ ته ماته ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د نړیوال جام اتلولي خپله کړه.

د نړیوال جام پای لوبه تېره ورځ د کابل په وخت له غرمې وروسته دوه بجې پیل شوه. د دې لوبې پچه نیو زیلنډ وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. دې لوبډلې په ۵۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۲ مندې د انګلستان لوبډلې لپاره هدف وټاکه.

د انګلستان لوبغاړو په ۵۰ اوورونو کې د ټولو لوبغاړو له سوځېدو سره ۲۴۱ منډې جوړې کړې او دا لوبه سوپر اوور ته ولاړه.

په سوپر اوور کې لومړی انګلستان توپوهنه وکړه او نیوزیلنډ ته یې ۱۶ منډې هدف وټاکه.

په سوپر اوور کې هم سره مساوي شول، خو د کرېکټ د قانون له مخې دا چې انګلستان ډېرې شپږيزې او څلوریزې وهلې وې ګټوونکی اعلان شو.

شریک یي کړئ