Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ايرلنډ پر وړاندې د افغانستان لوبو لپاره د لوبغاړو د نوملړ اعلان

د افغانستان کرکټ بورډ نن(پنج‎شنبه د سلواغې په ۱۸مه نېټه) د یوې خبري ناستې پر مهال د افغانستان اسلامي بانک جام لوبلړۍ لپاره د ایرلنډ پر وړاندې د افغانستان ملي لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

ټاکل شوې په دې لړۍ کې درې نړیوالې شل اوریزې، پنځه یوه ورځنۍ او یوه ټېسټ لوبې ترسره شي.

د کریکت بورډ د خبرپاڼې له مخې د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر دولت احمدزي په دې اړوند جوړه شوې خبري ناسته کې هیله څرګنده کړې څو دغه سیالۍ له یوه اړخه د نړیوال جام لپاره د چمتووالي په برخه کې اغېزناکې تمامې شي او له بل لوري دغه لوبلړۍ د افغانستان په ګټه ثبت شي.

نوموړي ویلي دي:« په همدې موخه یې له دې وړاندې د هندوستان په چنای او اوسمهال د یاد هېواد په بنګلور ښار کې د ملي لوبډلې تمریناتي کمپ پيل کړی چې دغه کمپ به د ملي لوبغاړو د چمتووالي په برخه کې غوره رول ولوبوي.»

د خبرپاڼې له مخې ټاکل شوې د ایرلنډ پر وړاندې د دریو شل اوریزو نړیوالو لوبو کې اصغر افغان کپتان، عثمان غني، حضرت الله ځاځي، نجیب تره کي، سمیع الله شینواري، نجیب ځدراڼ، شفیق الله شفق ویکټ ساتونکی، محمد نبي، راشدخان ارمان، کریم جنت، فرید ملک، سید شېرزاد، ضیاء شریفي، مجیب ځدراڼ، ظاهرخان او شرف الدین اشرف ولوبږي.

کریکت

همداراز خبرپاڼه کې راغلي دي چې د یو ورځنیو لوبو لپاره هم اصغر افغان د لوبډلمشر په توګه، محمد شهزاد، جاوید احمدي، حضرت الله ځاځي، نورعلي ځدراڼ، رحمت شاه، سمیع الله شینوراي، حشمت الله شهیدي، اکرام علي خېل، نجیب ځدراڼ، محمد نبي، راشدخان ارمان، کریم جنت، ګلبدین نایب، افتاب عالم، دولت ځدراڼ، شاپور ځدراڼ، فرید ملک، سید شېرزاد، مجیب ځدراڼ او ظاهرخان ګمارل شوي دي.

کریکت

د دې لوبلړۍ د ټېسټ لوبې لپاره هم نوملړ کې د اصغرافغان لوبډلمشر په توګه او د لوبغاړو په توګه شهزاد محمدي، احسان جنت، جاوېد احمدي، رحمت شاه زرمتي، ناصر جمال، حشمت شاهدي، اکرام علي خېل، محمد نبي عیسی خېل، راشد ارمان، وفادار، یمین احمدزي، شرف الدین اشرف او وقار سلام خېل نومونه راغلي دي.

کریکټ ټسټ

د یادولو ده چې د ایرلنډ پر وړاندې د افغانستان اسلامي بانک سیالیو لوبلړۍ د روانې فبروري میاشتې په ۲۱مه پیل او د مارچ میاشتې تر ۱۹مې نېټې پورې به دوام ومومي.

د ایرلنډ پر وړاندې د افغانستان اسلامي بانک سیالیو لوبلړۍ د روانې فبروري میاشتې په ۲۱مه پیل او د مارچ میاشتې تر ۱۹مې نېټې پورې به دوام ومومي

شریک یي کړئ