Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بامیانو د ژمنیو سپورټونو فېسټیوال؛ د سکي سیالیو پای

په بامیانو کې د ژمنیو سپورټونو په فېسټوال او د سکي په برخه بومان علي ادینه او ذکیه محمدي اتلولۍ ته ورسېدل.

دغه سیالۍ چې د کابو ۷۰ ښځينه او نرینه وو لوبغاړو ترمنځ په بامیانو کې پیل او په پای کې د بامیانو د سکي لوبغاړو کلپ دوه لوبغاړي وتوانېدل چې اتلولي خپله کړي.

د سکي دې لوبو کې د بامیانو او میدان وردګو لوبډلو ګډون کړی دی. دا سیالۍ په دوو برخو یعنې د  ښځینه او نارینه‌وو په برخو کې په لاره اچول شوې ده.

د سکي سیالیو مسوول سجاد حسیني په دې اړه وویل:« په دغې کمې موده کې چې موږ د تمرین لپاره لرله، ځکه چې سږکال د نورو کلونو په پرتله بامیانو کې هم واوره کمه وه، او تمرینات په بسندویه توګه نه وو، خو ښه وشول چې دا فېسټیوال جوړ شو.»

په پای کې د بامیانو د سکي لوبډلې لوبغاړو بومان علي ادینه او ریحانه محمدي د دې سیالیو اتلولي وګټله.

د سکي اتل لوبغاړی بومان علي ادینه وايي:« په بامیانو کې ډېر کم امکانات لرو، یوازې سکي لرو چې هغه هم سنډرډ نه دی. له سوداګرو او چارواکو څخه زما غوښتنه دا ده پر موږ پانګونه وکړي.»

د سکي اتله لوبغاړې ریحانه محمدي هم څرګنده کړه:« موږ ډېرې ستونزې لرو یو له هغو د امکاناتو نشتو دی، د یوې ښځينه لوبغاړې لپاره امکانات نشته، خو بیا هم بامیاني مېرمنو دا همت کړی چې راشي او دا لوبه مخته بوځي.»

ټاکل شوې تر راتلوونکې یوې میاشتې بامیان د ژمنیو سپورټونو د ملي لوبډلو د غوراوي سیالۍ شاهد وي.

د سکي دغه سیالۍ چې د کابو ۷۰ ښځينه او نرینه وو لوبغاړو ترمنځ په بامیانو کې پیل او په پای کې د بامیانو د سکي لوبغاړو کلپ دوه لوبغاړي وتوانېدل چې اتلولي خپله کړي.

شریک یي کړئ