د والیبال په سیالیو کې چې د بدخشان ولایت په کچه په لاره اچول شوې وې، د بدخشان د والیبال منتخبې لوبډلې اتلولي خپله کړه.
دغه سیالۍ له شپږو ولسوالیو او فیض اباد له ښار څخه د ۱۶ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. په دغو سیالیو کې، د جرم ولسوالۍ لوبډلې دویم او د بهارک ولسوالۍ د والیبال لوبډلې درېیم مقام خپل کړی دی.
د بدخشان د اولمپیک چارواکي وايي چې د والیبال دغه سیالۍ، د غوره لوبغاړو د پېژندلو په موخه په لاره اچول شوې وې.
د بدخشان د واليبال د فډراسیون مسوول محمد نذیري په دې اړه وايي:«د مني سیالۍ وې او له فیض اباد او شپږو ولسوالیو څخه ۱۶ لوبډلو ګډون کړی وه. او دا د دې لپاره وه چې موږ د دغې څانګې غوره کسان وپېژنو.»
په ورته وخت کې یوتن له لوبغاړو څخه حفاظ الله حفاظ هم وویل:«د مرکز او ولسوالیو د څو لوبډلو ترمنځ چې سیالۍ ترسره شوې موخه یې د بدخشان د والیبال منتخبې لوبډلې ته د غوره څېرو جذب وه.»
ویل کېږي چې د فیض اباد په ښار کې د والیبال دغه لس ورځنۍ سیالۍ په زرهګونو تنو له نېږدې ننداره کړې.