Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د رحماني خیریه بنسټ د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالیو لګښت ورکوي

رحماني خیریه بنسټ د پنجشنبې په ورځ (د تلې په ۱۲مه) په کابل کې د افغانستان فوټبال غوره لیګ د اووم پړاو د لګښوتو د ورکولو لپاره له فوټبال فډراسیون او د فوټبال غوره لیګ له مسوولینو سره یوه هوکړه لاسلیک کړه.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان غوره لیګ د اوم پړاو سیالۍ د یکشنبې په ورځ(د تلې په ۱۵مه) په رسمي توګه پيل شي.

دا سیالۍ له دې مخکې، د هغه څه له امله چې د سیالیو د ترسره کولو مسوولانو مالي ستونزه بللې وه، ځنډول شوې وې.

له دې سره جوخت، په دغو سیالیو کې حاضرو اتو لوبډلو خپل تمرینونه له سره پیل کړل.

د راتلونکې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د دغو سیالیو په پرانیسته کې به، شاهین اسمايي او موج‎های امو له یو بل سره لوبه وکړي.

د کابل حوزې او د افغانستان د فوټبال غوره لیګ د شپږم پړاو اتله لوبډله شاهین اسیمايي په لومړۍ ډله کې د سپین غربازانو، د اباسین څپې او موج‎های امو سره لوبېږي.

په دویمه ډله کې، عقابان هندوکش، چې له مرکزي حوزې نماینده‎ګي کوي، د میوند اتلانو، توپان هریرود او سیمرغ البرز سره همډلې لوبډلې دي.

ټاکل شوې ده چې د هېواد د فوټبال غوره لیګ د دې پړاو سیالۍ د شپې له خوا ترسره شي.

شریک یي کړئ