په روسیه کې د ۲۰۱۸ زیږدیز کال د فټبال نړیوال جام سیالیو په لړ کې ټاکل شوې ده چې نن شپه( د چنګاښ۱۷مه) فرانسه او بلجیم سره لوبه کوي.
همداراز د نیمه پای لوبې دوهمه لوبه به د کرواسیا او انګلستان ترمنځ وي.
دا په داسې حال کې ده چې څلورو غوره لوبډلو ته د لار موندلو په موخه تېره شپه انګلستانـ سویدن روسیه او کرواسیا سره مخامخ شول.
لومړۍ لوبه انګلستان ۰-۲ له سویډن څخه وګټله او نیمه پای لوبه ته یې ځان ورساوه. دوهمه هم روسیې کرواسیا ته وبایلله.
د روسیې فټبال لوبډله د تمو خلاف وتوانېده چې اتو غوره لوبډلو ته لار پیدا کړي او د لوبو د لړۍ څخه د هسپانیا له ویستو سره وتوانېده خلک حیران کړي، خو تېره شپه د کرواسیا پر وړاندې له پنالټي ګوزارونو سره ماته وخوړه.
د روسیې لوبډلې څخه هیچا هم تمه نه کوله او هغه یې کمزورې بلله چې نړیوالو لوبو ته راغله، خو روسیې داسې سیالانو سره لوبه وکړه چې ډېر پیاوړي نه وو او ډېره زیار یې ونه ایست، دې پړاو ته ورسیده.
روسیې اتو غوره لوبډلو ته د لار موندو په موخه لوبو کې اسپانیا ته په پنالټي سره ماته ورکړه، په داسې حال کې چې اسپانیا په ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې د نړیوال جام اتله لوبډله وه او ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کې یې هم اروپا کې اتلولي ګټلې وه.