Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې د پیغام د رسولو لپاره له کابل تر بلخه د بایسکیل ځغاسته

د هېواد د بایسکل ځغاستې دوه لوبغاړي د دولت مخالفو وسله‎والو ته د سولې پیغام د رسولو لپاره نن له کابله د بلخ په لور حرکت وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د بایسکیل ځغاستې دوه فډراسیونونه شته او تراوسه د موازي فډراسیونونو ستونزه پای ته نه ده رسېدلې.

د هېواد د بایسکیل ځغلونې دوه لوبغاړو د دغه سپورټ د قانوني کولو او د دولت مخالفو وسله‎والو ته د سولې پیغام د رسولو لپاره بلخ ولایت ته ولاړل.

دغه لوبغاړي به تر بلخ ولایت په بایسکیل مزل وکړي.

 د هېواد د بایسکیل ځغاستې فدراسیون مسوولین د دغه پروګرام موخه په دغه فدراسیون کې د اصلاحاتو راوستل بولي.

د بایسکیل ځغاستې فډراسیون مشر محمد حسین حمیدي په دې اړه وویل:«موږ د افغانستان د سپورټ د قانوني کېدو په موخه پیغام لرو او موږ هیله لرو چې حکومت به یوه سمه پرېکړه وکړي ترڅو نن زموږ لوبغاړي روحیه واخلي او د سولې پيغام ولایتونو ته ورسولي.»

د بایسکیل ځغاستې د ملي لوبډلې غړی روح الله نظري په دې اړه وویل:«زموږ د سفر موخه یو ملي پيغام دی، د سولې او له قانون څخه د ملاتړ پيغام دی.»

د دغې لوبډلې بل غړی اېمل نبي زاده هم وايي:«ټولو ولایتونو ته نه ځو ځکه چې زموږ امکانات کم دي او په هغو ولایتونو کې یې چې امکان وي ځو.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مهاله د موازي فډراسیونونو برخلیک روښانه نه دی او اوس‎مهال په هېواد کې د بایسکیل ځغلونې دوه فډراسیونونه فعالیت کوي .

شریک یي کړئ