د ایران دماوند بایسکلڅغلونې کلپ مسوؤل، علي رضا سعادت سې شنبې سهار( د وري۲۸مه) کابل ته راورسید.
نوموړي خپل سفر کابو اتلس ورځې مخکې خپل سفر له تهران څخه خپل سفر هرات ته د افغان او ایراني بایسکل ځغلونکو ترمنځ د اړیکو جوړولو په موخه پیل کړی وه.
ښاغلي سعاته په دې اړه طلوعنیوز ته وویل:«زما په آند افغانستان نېږدې او مساعد هېواد دی چې موږ ایرانیان کولی شو ورسره اړیکه ولرو. موږ ګډ فرهنګ لرو او ګډه ژبه لرو.»
دا دوهم ځل دی چې علي رضا سعادت افغانستان ته راځي. تېر کال یې په ماراتون لوبو کې په بامیانو کې ګډون کړی وه.
ده زیاته کړه:«زه ځکه د دوهم ځل لپاره راغلم چې دلته د بایسکل ځغلونې لپاره زمینه ډېره برابره ده او ډېره مې ولیده راغلم چې اړیکه مو پیاوړې شي.»
د افغانستان بایسکل ځغلونې فدراسیون د علي رضا دې ګام څخه هرکلی کوي.
د افغانستان بایسکل ځغلونې فدراسیون رئیس، حسین حمیدي وايي:«په دې خاطر چې موږ کولی شو د دواړو هېوادونو بایسکل فدراسیون ترمنځ اړیکې جوړې کړو ځکه چې ایران کې یې کچه زیاته ده او موږ هیله لرو چې سره اړیکه ولرو.»
دا په داسې حال کې ده چې درې افغان بایسکل ځغلونکي به له کابل څخه تر بامیانو ولایت پورې ولاړ شي او موخه یې ولایتونو کې د دې سپورټ لا زیات معرفي کول دي.