د «شبنبر» تر نامه لاندې د آزادو نړیوالو لوبو درېیم پړاو جمعه د شپې( د غويي۲۱مه) د موبي ګروپ لخوا چې کوربه یې «اِساِلاِفسي» بنسټ وه، کابل کې ترسره شوې.
په دې لوبو کې افغان، ایراني او تاجکي لوبغاړو لوبه وکړه.
په لومړی لوبه کې عصمتالله عادل وتوانید چې د دوهم رونډ څلورمه دقیقه کې خپل سیال، عبدالبصیر افغان نک اوټ کړي.
عصمتالله عادل وویل:«د لوبې کچه ډېره لوړه وه او زه ډېر خوشاله یم چې دې لوبه کې بریالی شوم.»
په دوهمه لوبه کې د ترکمنستان سالون کې د ننه سیالیو څخه د سروزرو مډال راوړونکي، حسین بخش صفري د «سبمیشن» سره له لومړي رونډ کې خپل ایراني سیال، مرتضی حسیني ته ماته ورکړه.
لوبغاړي، حسین بخش صفري وویل:«ځکه خوشال یم چې د ټلویزیون پردو ترشا سلګونه زره کسان ناست دي او له کوم توپیر پرته زما بریا ته دعا کوي، او دا زما لپاره تر ټولو لوی ویاړ دی.»
په دريمه نیمه مرکزي لوبه کې افغان لوبغاړي، واحد نژند له نکاوټ کولو سره خپل ایراني سیال، وحید عاشوري ته ماته ورکړه. ده په خپلو خبرو کې وویل:«له ځوانانو غوښتنه کوم چې راشي او سپورټ وکړي، تر څو نړۍ ته د افغانستان بله څېره هم ښکاره کړي. او له دې لارې هېواد ته خدمت وکړي.»
مرکزي لوبه کې تاجکي لوبغاړي، اردشېر مراد عليوف خپل افغان سیال، فرامرز محمد ته په درېیم رونډ کې ماته ورکړه.
ارد شېر مراد وروسته له لوبې وویل:«ډېر خوښ یم چې بریالی شوم، د دې لوبو لپاره مې تمرین په تایلند کط کړی وه او په دوشنبې ښار کې هم، اوس خوښ یم چې بریالی شوم.»
دا لوبې د موبي ګروپ لخوا چې کوربه یې «اِساِلاِفسي» بنسټ وه افغانستان کې د آزادو لوبو دوديدو په موخه په لاره اچول شوې دي، او د طلوع تلویزیون لخوا خپریږي.