Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د شل کلنو فټسال ملي لوبډلې غوراوي لوبې پیل شوې

د فوټسال د شل کلنو ملي لوبډلې څلور اړخیزې سیالۍ نن سهار(یک‎شنبې د وږي۲۵مه) د فوټسال په جمنازیوم کې پیل شوې.

په دې سیالیو کې د کابل له څلورو زونونو څلورو لوبډلو ګډون کړی او په خپلو کې به د دریو ورځو لپاره سیالي وکړي.

مسئولین د دې سیالیو موخه د فوټسال د شل کلنو ملي لوبډلې لپاره د غوره څېرو ټاکل بولي.

په دې لوبو کې د څلورو زونونو لوبغاړي کابل کې د درېیو ورځو لپاره لوبې کوي.

د لوبو په دوام به سبا د شمال زون لوبډله د شمال لویدیځ پر وړاندې لوبه کوي او ختیځ به له لویدیځ سره لوبه وکړي.

د دې لوبو مسؤولان وايي چې دا لوبې د شل کلنو ملي لوبډلې ته د لوبغاړو غوراوي په موخه کیږي.

ټاکل شوې د هېواد د شل کلنو د فوټسال ملي لوبډله د روان میلادي کال په اکټوبر میاشت کې له خپلې سیالې ازبیکستانۍ لوبډلې سره دوستانه لوبه وکړي او له هغې وروسته به د ډسمبر په میاشت کې د اسیايي جام سیالیو کې د ګډون په موخه ایران ته سفر وکړي.

د نن ورځې دوو لوبو کې لومړۍ لوبه د لویدیځ او شمال زون ترمنځ وه چې پایله یې لویدیځ له شمال زون څخه لوبه ۳ د ۲ پر وړاندې وګټله او همه هم د شمال لویدیځ ختیځ لوبډلې ته ۵ د ۳ پر وړاندې ماته ورکړه

تصویر بندانگشتی

د فوټسال د شل کلنو ملي لوبډلې څلور اړخیزې سیالۍ نن سهار(یک‎شنبې د وږي۲۵مه) د فوټسال په جمنازیوم کې پیل شوې.

په دې سیالیو کې د کابل له څلورو زونونو څلورو لوبډلو ګډون کړی او په خپلو کې به د دریو ورځو لپاره سیالي وکړي.

مسئولین د دې سیالیو موخه د فوټسال د شل کلنو ملي لوبډلې لپاره د غوره څېرو ټاکل بولي.

په دې لوبو کې د څلورو زونونو لوبغاړي کابل کې د درېیو ورځو لپاره لوبې کوي.

د لوبو په دوام به سبا د شمال زون لوبډله د شمال لویدیځ پر وړاندې لوبه کوي او ختیځ به له لویدیځ سره لوبه وکړي.

د دې لوبو مسؤولان وايي چې دا لوبې د شل کلنو ملي لوبډلې ته د لوبغاړو غوراوي په موخه کیږي.

ټاکل شوې د هېواد د شل کلنو د فوټسال ملي لوبډله د روان میلادي کال په اکټوبر میاشت کې له خپلې سیالې ازبیکستانۍ لوبډلې سره دوستانه لوبه وکړي او له هغې وروسته به د ډسمبر په میاشت کې د اسیايي جام سیالیو کې د ګډون په موخه ایران ته سفر وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه