د هېواد د شمالي زون د وزلوبې سیالۍ، د بدخشان د چاپاندازانو متختبې لوبډلې له اتلولۍ سره نن پای ته ورسېدې.
دا سیالۍ یوه اوونۍ وړاندې د بدخشان، تخار، کندز، بغلان او بلخ ولایتونو د چاپاندازانو په منځ او بدخشان کې پيل شوې وې.
د وزلوبې د فډراسیون مسوولین وايي چې دغه سیالۍ د پسرلي د لمانځنۍ په پار ترسره شوې.
د بدخشان د وزلوبې د فډراسیون رییس محمد طاهر عظمي په دې اړه وویل:«د وزلوبې دغه سیالۍ د وزلوبې د ودې لپاره او همدارنګه د نوي کال د لمانځۍ لپاره ترسره شوې چې ډېرو چاپاندازانو په کې ګډون کړی وه.»
دغو سیالیو د بدخشان په سپورټي لوبغالي کې ډېر تماشاچیان سره راغونډ کړي وو. چې د بدخشان والي احمد فیصل بیګزاد هم یو له دغو ننداره کوونکو څخه دی.
هغه په دې اړه وايي:«دا سیالۍ له شپږو ورځو راهیسې دوام لري او په دغې موده کې، امنیتي ځواکونو او خلکو، د دغو سیالیو امنیت په جدي توګه تأمین کړی او دا سیالۍ په سولهییز چاپېریال کې ترسره شوې.»
وزلوبه د افغانستان یوه له پخوانیو او دودویزو لوبو څخه ده چې په شمالي ولایتونو په ځانګړې توګه په بدخشان، تخار، کندز او نورو ولایتونو کې دود ده.