Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د عبدالرازق ممرک لنډه پېژندګلوي

د افغانستان د شل کلنو د فوټسال ملي لوبډلې یوه میاشت مخکې د لومړي ځل لپاره د فوټسال اسیا جام سیالیو دویم مقام خپل کړ.

افغانستان چې یوه لسیزه مخکې، نه د شل کلنو د فوټسال لوبډله لرله او نه یې داسې انګېرله چې یوه ورځ به د اسیا له ځواکمنو لوبډلو لکه چاپان او ایران سره به لوبه وکړي، خو څه ډول وشول چې یو ناڅاپه د فوټسال د اسیا جام سیالیو دویم مقام یې ځپل کړ؟ د هېواد د فوټسال د شل کلنو ملي لوبډلې سفر له کومه ځایه پیل شو او چا لوبغاړي دغه پړاو ته ورسول؟

د هېواد د فوټسال د شل کلنو ملي لوبډلې ښه ځلېدل او عالي کړنې امتیاز د عبدالرازق ممرک عالي روزنې ته ورګرځي. 

عبدالرازق ممرک په ۱۳۵۸ کال کې کابل کې سترګې نړۍ ته پرانیستې. د هغه کورنۍ د افغانستان د کورنیو جګړو پر مهال ایران ته ګډواله شوه.

ممرک له اووه کلنۍ د تهران په کوڅو کې پیل کړ، وروسته په ایران کې د ښوونځي د زده‎کړو پر مهال فوټبال یې تعقیب کړ او له دې لارې یې کړای شول د خپل ښوونځي د منتخبې ډلې غړیتوب ترلاسه کړي.

نوموړی وايي چې د ایران په بیلابیلو جامونو کې په ښه ځلېدو سره په ایران کې د افغان کډوالو لوبډلو ته وروبلل شو.

ممرک په ۱۷ کلنۍ کې په ایران کې واده وکړ او په ۲۰۰۵ زیږدیز کال کې کابل ته راستون شو او استقلال او ستاره لوبډلو کې یې فوټبال او فوټسال پېل کړ او په دغو لوبډلو کې په لوبېدو سره یې بېلابېل جامونه هم خپل کړل.

خو ممرک څرنګه د روزونکي دندې ته مخه کړه.

هغه وايي په ۲۰۰۹ز کال کې د روزونکي د اسیا څلورم درجې لومړی روزنیز ورکشاپ کابل کې د یوسف کارګر لخوا سند ترلاسه کړ چې وروسته د درېیم او دویم درجې سندونو په ترلاسه کولو هم بریالی شو.

عبدالرازق لوړې موخې لرلې او د لومړي ځل لپاره یې په دوه زرو اوولسم میلادي کال کې د آسیا په تالار دننه سیالیو کې د هېواد د فوټسال ملي لوبډله څلورم مقام ته ورسوله.

 په ۲۰۱۷ز کال کې د فوټسال د شل کلنو له ملي لوبډلې سره د آسیا جام په غوراوي  سیالیو کې د ګډون په موخه ازبیکستان ته ولاړ او ویې کړای شول چې په خپل ګروپ کې  د ترکمنستان او تاجیکستان لوبډلو ته د ماتې په ورکولو سره  په لومړي ځل د آسیا د ملتونو جام سیالیو ته لار پیدا کړه.

خو دې لوبډلې څه ډول د آسیا د ملتونو جام هغو سیالیو کې ګډون وکړ چې د ایران په تبریز کې ترسره شوې او تاریخي لوبې یې وکړې.

 افغانستان په الف ګروپ کې د ایران او هانک کانګ له لوبډلو سره په یوه ګروپ کې و. د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې لومړی هانګ کانګ ته په شپږو ګولونو ماته وکړه او په دویمه لوبه کې د یوه ګول په توپیر د ایران پر وړاندې ماته ومنله؛ خو د ایران پر وړاندې د هانګ کانګ د لوبډلې ماتې ته په پام سره افغانستان او ایران حذفي پړاو ته لار ومونده.

په حذفي پړاو کې افغانستان لومړی ټایلنډ له مخې لرې کړ او وروسته یې نیمه وروستي پړاو ته لاره پیدا کړه په نیمه وروستي پړاو یې څلور د درې پر وړاندې پایلې سره اندونیزیا له مخې لرې کړه او د لومړي ځل لپاره یې د ملتونو جام وروستی پړاو ته لاره ومونده؛ خو په پایلوبه کې یې د جاپان پر وړاندې د دوو ګلونو په توپیر ماته وخوړه او ددغو سیالیو دویم ځای یې خپل کړ.

خود ممرک په تړاو د هېواد د فوټسال د ملي لوبډلې د مرستیال روزونکي او غړو نظر څه دی.

د فوټسال د ملي لوبډلې مرستیال روزونکی محمود سعیدي وویل:«رازق ممرک، یو زړه سوانده روزونکی، د فوټسال د ټولې لوبډلې لپاره یو ښه ښوونکی دی او همدارنګه ما د هغه ترڅنګ ډېر شیان زده کړل.»

 یوه نیمه اوونۍ وړاندې د ملي دفاع وزارت د تدارکاتو د ریاست مخې ته په شوې چاودنه کې هغه یوازینۍ تالار چې د فوټسال ملي لوبغاړو په‎کې تمرین کاوه هم ډېر زیانونه ولیدل.

ممرک وايي له دې سره سره ټاکل شوې ده چې تر درېیو نورو میاشتو پورې د فوټسال د لویانو نړیوال جام سیالیو ته چمتو شي.

شریک یي کړئ