په داسې حال کې چې ټاکل شوې ده سبا (یکشنبې د تلې په ۱۵مه) د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اوم پړاو سیالۍ پیل شي، د دغه لیګ یوه لوبډله د شاهین اسمايي لوبډله، د هېواد د یوه سوداګر فدامحد صالح له خوا په امتیاز وپېرل شوه.
د هغه تړون پر بنسټ چې نن له غرمې وروسته د هېواد د فوټبال فډراسیون، د فوټبال غوره لیګ او ښاغلي صالح ترمنځ لاسلیک شو، ټاکل شوې ده چې د یوه کال لپاره له شاهین اسمايي لوبډلې مالي ملاتړ وکړي.
فدا محمد صالح د تړون د لاسلیک پر مهال وویل:«زموږ موخه دا ده ترڅو کړای شو چې د سپورټ له لارې خپل هېواد ته ویاړونه ترلاسه کړو.»
په ورته وخت کې، د فوټبال فډراسیون او د فوټبال غوره لیګ چارواکي وايي چې د هېواد د سوداګرو لخو د فوټبال ملاتړ کولای شي دغه سپورټ ته ډېره وده ورکړي.
د هېواد د فوټبال غوره لیګ کمېشنر شفیق ګوهري په دې اړه وویل:« په ډېره کچه د هېواد ځوانان دې ته وهڅول شي ترڅو سپورټ ته مخه کړي او د سپورټ له لارې خپل هېواد ته خدمت وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې، یوه بل سوداګر هم د فوټبال د غوره لیګ د اوم پړاو د ترسره کېدو لښګت پرې کړ – هغه لښګت چې د نشتوالي له امله یې د دغه لیګ ترسراوی د یوې مودې لپاره وځنډول شو.