د فلسطین د فوټبال د ملي لوبډلې لوبغاړي، د افغانستان د خپلواکۍ ورځې د لمانځلو په مناسبت له افغان ملي لوبډلې سره د دوستانه لوبې ترسره کولو په هوډ نن جمعه (د زمري په ۲۶ مه) کابل ته راغله.
ټاکل شوې ده چې دغه لوبه د روان کال د زمري په ۲۸ مه کابل کې د هېواد د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شي.
د فوټبال د فډراسیون چارواکي او د افغانستان د فوټبال ملي لوبغاړو، د فلسطین د فوټبال له ملي لوبغاړو هرکلی وکړ.
د افغانستان د فوټبال فډراسیون سکرتر جنرال سیدعلي رضا اقا زاده وايي چې ټاکل شوې د فلسطین د فوټبال ملي لوبغاړي له لوبې مخکې یو لړ تمریناتي لوبې هم وکړي.
هغه وویل:«ډېر خوشحاله یوو چې نن د فلسطین فوټبال ملي لوبډله افغانستان ته راغله او هیله لرو چې یوه ښه او له خاطرو ډکه لوبه ولرو.»
له بلخوا د فلسطین د فوټبال ملي لوبغاړي وايي چې د دغو لوبو لپاره یې چمتووالی نیولی دی.
د فلسطین د فوټبال ملي لوبډلې مدیر په دې اړه وویل:«دا چې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته راغلي یوو خوشحاله یوو. د افغانستان له خلکو او د فوټبال له فډراسیونه مننه کوو.»