Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د فلسطین د فوټبال ملي لوبډلې تکل کړی چې افغانستان ته راشي

د هېواد د فوټبال فډراسیون چارواکي وايي چې ټاکل شوې ده د فلسطین د فوټبال ملي لوبډله د افغانستان د فوټبال له ملي لوبډلې سره د یوې دوستانه لوبې لپاره کابل ته راشي.

همدارنګه ټاګل شوې ده چې دغه لوبه د افغانستان د خپلواکۍ په ورځ د دواړو هېوادونو د ملي لوبډولو ترمنځ ترسره شي.

 د هېواد د فوټبال ملي لوبډله به په کابل کې د زمري په ۲۸ چې د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، د یوه دوستانه لوبې په ترڅ کې د فلسطین د فوټبال د ملي لوبډلې په وړاندې ولوبېږي.

د هېواد د فوټبال فډراسیون د سیالیو ترسره کولو مسوول سیدعلي کاظمي په دې اړه وویل:«له دې لوبې سره به موږ د فوټبال نړیوالې شورا ته به وښيو چې موږ کولای شو ښه کوربه واوسو، ترڅو هغوی موږ د هغو پنځو هېوادونو له نوملړ څخه بهر کړي چې نه شي کولای له سیالیو کوربتوب وکړي. دا د تخنیکي پلوه هم افغانستان ته ډېره مهمه ده ځکه چې فلسطین د فوټبال د نړیوالې شورا په نوملړ کې له افغانستان څخه مخکې دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې ۳ پر صفره له پاکستانه دوستانه لوبه ګټلې وه.

ټاکل شوې ده چې افغان ملي لوبډله به د فلسطین لوبډلې په وړاندې له دوستانه لوبې وروسته د تلې په ۱۷ مه په میانمار کې د دغه هېواد د ملي لوبډلې په وړاندې خپل بخت وازمایي.

شریک یي کړئ