دغه سیالۍ به دپنج شنبې پر ورځ ( د وږي۱۶مه) د سپين غر او شاهین اسمايي لوبډلو ترمنځ د هېواد فوټبال فدراسیون لوبغالي کې پيل شي.
د افغانستان غوره لیګ سیالۍ هیواد کې له نورو ډير لیدونکي لري چې په تېرو پنځو پړاونو کې یې پياوړي لوبغاړي ملي ټيم ته ور وپيژندلي دي.
د فټبال فدراسیون فني مرستیال، یوسف کاګر وايي:«موږ په تېرو څو کلونو کې د ستونزو درلودوله کبله ونشو توانیدلی چې د غوره لیګ څخه د افغانستان ملي لوبدلې څېري معرفي کړو، خو سږ کال به دا کار وکړو او وروسته له هغې به د ملي لوبدلې غړي خپل تمرینات پیل کړي.»
د غوره لیګ کمېشنر، شفیق ګوهري څرګندوي:«دا د فوټبال مینه والو ته ښه خبر دی چې سږ کال به موږ نیمه پای لوبه او وروستۍ لوبه د شپې پرمهال ترسره کړو. تر راتلونکو دوو اوونیو پورې به د میدان څراغونه جوړ شي.»
د افغانستان غوره لیګ سیالیو شپږم پړاو سیالۍ د هېواد له اتو زونونو څخه په اتو ټيمونو کې لوبغاړي لوبه وکړي.
په دې سیالیو کې د شاهین اسمايي لوبغاړي چې پکې د پلازمینې لوبغاړي دي دری ځله اتلولي ریکاډ لري.
د طوفان هیریرود او سپين غر بازان بیا د اتلولۍ دویم ځای لري.