په روسیه کې د ۲۰۱۸ فټبال نړیوال جام سیالیو وروستۍ او د جام ګټلو په موخه لوبه کې کرواسیا او فرانسه سره مخامخ شول.
په دې لوبه کې بخت د فرانسې ملتیا وکړه او لوبه یې ۴ـ۲ پر وړاندې له کرواسیا وګټله او په دې سره یې د اتلولۍ جام پر سر پورته کړ.
فرانسه وتوانیده چې کرواسیا ته په ماتې سره له شلو کلونو وروسته بیا ځلې په نړۍ کې د اتلولۍ جشن ولمانځي.
فرانسې ته پوګبا، اېمباپې، او ګریزمن ګولونه ووهل او د کرواسیا لومړی ګول پېرېسېچ ترسره کړ.
کرواسیا هم د فرانسي د ګول کیپر هیوګو لوریس د تېروتې څخه ګټه پورته کړه او دوهم ګول یې ووهه.
فرانسه کله چې په ۱۹۹۸ کې د نړیوالو لوبو کوربه وه، د اتلولۍ جام یې خپل کړی وه.