د فوټبال نړیوال فډراسیون (فیفا) د ۲۰۱۹ کال د فوټبال غړو فډراسیونونو د لوبڅارو نوملړ اعلان کړ.
په دغه نوملړ کې د افغانستان د فوټبال، فوټسال او ساحلي فوټبال اوه داوره چې دوه مېرمنې هم په کې شاملې دي ځای لري.
د افغانستان د فوټبال فډراسیون وايي چې د حلیم اقا شیرزاد، یاسمین حیدري، محمد شریف سروروي، فرشته شیخمیري، ننګیالی سادات، محمد تمیم حسیني او زین الدین شریفي په دغه نوملړ کې یې نومونه راغلي دي.