Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مېرمنو د فوټبال پخوانی روزونکې، اوس په مکسیکو کې نجونې روزي

د افغانستان د فوټبال یوه لوبغاړې خالده پوپل، اوس په مکسیکو کې واټي ماشومانو ته د نړیوال جام په اړه الهام ورکوي.

خالده پوپل، نه تنکیو مکسیکويي پېغلو ته د فوټبال روزنه ورکړې ده ترڅو په راتلونکي میاشت او وروسیه کې د ماشومانو په نړیوال جام کې ګډون وکړي.

د هېواد د میرمنو د فوټبال لوبډلې دغه لوبغاړې وايي چې د طالبانو ګواښونو ته تسلیم نه‎شوه خو مجبوره شوه چې د دغو ګواښونو له وېرې افغانستان پرېږدي او په ۲۰۱۱ کال کې بهر ته ولاړه.

نوموړې اوس په ډنمارک کې اوسېږي، د نړۍ بېلابېلو سیمو ته سفرونه کوي او د هغو کسانو غږ پورته کوي چې له ځانه دفاع نه‎شي کولای، خالدې یو ځل بیا فوټبال پيل کړی دی.

د افغانستان د مېرمنو د فوټبال پخوانی روزنکې خالده پوپل وايي:« ما دا وضعیت چې ماشومان یې پر واټونو لري په ژوندانه کې تجربه کړی، کله چې زه له هېواده ووتم داسې ځای ته ولاړم چې هېڅوک مې نه پېژندل له نويو خلکو او کلتور سره مخامخ شوم، د کورنۍ هېڅ غړې را سره نه وه او د یوې یوازې مېرمنې په شان وم.»

مېرمن پوپل د افغانستان د مېرمنو د فوټبال لومړۍ روزونکې وه.

هغه اوس په مکسیکو کې د ښځینه فوټبال لوبډلې ته روزنه ورکوي چې له واټونو راټولې شوې دي.

ټاکل شوې دغه لوبډله د هند، برازیل او کنیا په ګډون د ۲۲ هېوادونو د واټونو له ماشومانو سره د ماشومانو په نړیوال جام کې د مې میاشتې له یوولسمې تر اتلسمې نېټې په مسکو کې لوبه وکړي.

اغلې پوپل زیاته کړه:« زه پوهېږم چې د واټونو پر سر د یوه ماشوم پېژاند څه مانا لري، پوهېږم چې د کورنۍ نشتوالی څه مانا لري، پوهېږم چې څه له ما سره مرسته کړې ترڅو له سخت وضعیته بهر شم او فوټبال لوبې ته مخه کړم، ځکه کله مې چې فوټبال پيل کړ د دوستانو یوه شبکه مې جوړه کړه، ډېر نوي دوستان مې پيدا کړل له هغوی سره مې فشار او سختي هېره کړه.»

د مکسیکو د ماشومې مارینا لپاره فوټبال یوه ښکلې لوبه ده خو هېڅکه یې فکر نه کاوه چې یو وخت د مکسیکو د واټونو پر سر ماشومانو په لوبډله کې د لوبې فرصت پيدا کړي.

مکسیکويي ماشومه مارینا نېکول وايي:« دا ډېره د حیرانتیا وړ او د نه باور وړ او د یوه خوب په شان ده چې د خالدې لخوا روزل کېږم.»

په امریکا کې د ماشومانو د ملاتړ د یوه بنسټ رییس جوی وېټ وايي:« دا چې په مکسیکو کې خالده له ځان سره لرو د خوښۍ وړ خبره ده، هغه له دې امله له طالبانو راتښتېدلې چې باور لري هره نجلۍ کولای شي د فوټبال لوبه وکړي، اوس چې هغه د واټونو پر سره نجونو سره خپلې تجربې شریکوي، ثابتېږي چې نجونې خپلو هیلو ته رسېدای شي.»

خالده پوپل وايي غواړي د نړۍ له کارګرو ماشومانو سره خپلې تجربې شریکې کړي چې څرنګه توانېدلې له ننګونو سره مقابله وکړي او خپلو هیلو ته ورسېږي.

مېرمن پوپل د افغانستان د مېرمنو د فوټبال لومړۍ روزونکې وه. هغه اوس په مکسیکو کې د ښځینه فوټبال لوبډلې ته روزنه ورکوي چې له واټونو راټولې شوې دي.

شریک یي کړئ