Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نړۍ د بدني ښکلا اماتور اتل هېواد ته راستون شو

د بدني ښکلا په برخه کې د نړۍ اماتور اتل او د عضلاتو ښاغلی، یاسین سالک قادري وروسته له دې چې (یک‎شنبې د تلې۱۶مه) د منګولیا په سیالیو کې د نړۍ اتلولي خپله کړه، هېواد ته راستون شو.

ښاغلی قادري په هېواد کې د اولمپیک ملي کمېټې، د بدني روزنې ریاست او د یو شمېر هېوادوالو له تود هرکلي سره مخامخ شو.

دی وايي:«زما پیغام نورو ځوانانو ته دا دی چې هیله ولري ترڅو لا ډېر ویاړونه ترلاسه کړي او موږ د دې ځوانانو د ویاړونو ترلاسه کولو په تمه یوو.»

لوبغاړی او د بدني روزنې مرستیال، میرویس بهاوي څرګندوي:«سپورټ تل معجزه کړې ده او دا ځل یې هم وکړه، خوشاله یم چې په ترکمنستان کې له لاسته راوړنو وروسته اوس ښاغلي قادري د نړۍ عضلاتو د ښاغلي لقب سره نړۍ ولړزوله.»

د یاسن قادري ورور، حمیدالله قادري وايي سره له دې چې ډاکټرانو له تمرین کولو منع کړی وه، خو د نوموړي مینه د هېواد بیرغ پورته کولو لپاره هغه اړ کړ چې سخت تمرین وکړي.

د افغانستان اولمپیک ملي کمېټې رییس، محمدظاهر اغبر چې د ښاغلي قادري هرکلي ته د کابل هوايي ډګر ته ورغلی وه، د نوموړي لاسته راوړنه د هېواد په اوسنیو حالاتو کې ستايي.

ښاغلي اغبر وویل:«زه فکر کوم که موږ مېلیاردونه ډالره ولګوو داسې ځای په نړۍ کې نه‎شو ترلاسه کولی، او نن نړیوال حیران دي، په داسې هېواد کې چې لا هم د جګړې اور په کې بل دی څنګه یو ځوان په نړیواله کچه د سروزرو مډال ترلاسه کوي.»

د بدني روزنې فدراسیون رییس، باور هوتک وايي:«دا د هېواد بدني روزنې په تاریخ کې بې ساری ویاړ دی چې موږ ترلاسه کړی او دا یوازې د افغانستان لپاره نه دی بلکې د ټولې آسیا لپاره دی.»

شریک یي کړئ