د هرات ولایت د بایسکل ځغاستې لس کسیزه ډله، غواړي چې د لاجوردو لار کج او د سولې پیغام د دغې لارې غړو هېوادونو ته ورسوي.
دغې ډلې تېره ورځ (جمعه د وري په ۳۰ مه) له هرات ولایت څخه خپل سفر پیل کړ او ټاکل شوې لومړی ترکمنستان ته او وروسته بیا د لاجوردو لارې نورو غړو هېوادونو له لارې ترکیې ته ولاړ شي.
د بدني روزنې ریاست مسلکي مرستیال حمیدالله کبیر په دې اړه وویل:«د بایسکل ځغاستې فډراسیون له لوري د وړاندیز شوې طرحې له مخکې، وړاندیز مو د ولسمشرۍ عالي مقام ته ورکړ او ښاغلي ولسمشر له خپلې مهربانۍ او عنایت سره چې د سپورټ له ټولنې سره یې لري یو ځانګړې د درې مېلیونو افغانیو بودیجه یې بایسکل ځغلوونکو ته ځانګړې کړه.»
هرات کې د بهرنیو چارو وزارت استازی امین الله ازاداني هم څرګنده کړه:«موخه، د سولې پيغام رسول، ابادي او د یوه باثباته ټرانزیټي لارې په توګه د لاجوردو لارې پيژندل دي.»
د لاجوردو لار له افغانستانه پیل، د ترکمنستان هېواد کې د ترکمن باشي بندر ته رسېږي او له هغې ځایه د اذربایجان له باکو لارې د ګرجستان له تفلیس سیمې سره نښلي او له تفلیس نه د ترکیې قارس ته ځي. دا مسیر له قارس څخه اسټانبول او له هغه ځایه تر اورپا دوام لري.
د لاجوردو لار، د تېر زیږدیز کال په ډسمبر میاشت کې، د ولسمشر غني لخوا په هرات کې پرانیستل شو. دا ټرانیزيټي لار، د افغانستان کورني تولیدات له دوه لارو په فاریاب ولایت کې د اقنې بندر او د هرات په تورغنډۍ بندر کې اورپا ته رسېږي.
دا لوبغاړي هڅه کوي چې له څلور زرو کیلومټرو زیات واټن ووهي او د افغانانو لهخوا د سولې پیغام د لاجوردو لار غړیو هېوادونو ته ورسوي.
بایسکل ځغلوونکی محمد صدیق جامي په دې اړه څرګندوي:«موږ هڅه کوو چې د افغان ملت د سولې او دوستۍ پیغام د لاجوردو لار غړو هېوادونو خلکو ته ورسوو.»
بایسکل ځغلوونکی عبدالاحد صدیقي وايي:«د افغانستان، تمدن، تاریخ، لرغونتیا او کلتوري ارزښتونه د لاجور لارې هېوادونو ته معرفي کوو.»