په کندهار کې د «میوند اتلانو» د لوبډلې د غوراوي سیالیو په دویمه ورځ، د هلمند لوبډله د کندهار د «الف» لوبډلې، او د کندهار «ب» لوبډله هم د تیمروز لوبډلې په وړاندې سیالۍ ډګر ته ولاړې.
په دغې سیالیو کې د هلنمد لوبډله وتوانېده چې د کندهار الف لوبډلې ته د ۲۱ صفر پایلې سره ماته ورکړي.
خو په دویمه لوبه کې، د کندهار «ب» لوبډله د نیمروز لوبډلې په وړاندې لوبه وکړه چې په پای کې لوبه ۲ – ۲ مساوي شوه.
په دغو سیالیو کې، شپږ لوبډلې د نیمروز، زابل، ارزګان، هلمند او دوه لوبډلې هم له کندهار څخه ګډون کړی دی.
ټاګل شوې ده په د دغو سیالیو په پای کې د افغانستان د فوټبال غوره لیګ د شپږم پړاو په چوکاټ کې د میوند اتلانو لوبډلې ته ۲۶ غوره څېرې غوره شي.