Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هند د پارلماني ټاکنو شپږم پړاو پیل شو

د هند د پارلماني ټاکنو شپږم پړاو نن(یکشنبې د غويي په ۲۲مه نېټه) د دې هېواد په اوو ایالاتو کې پیل شوې.

په دې پړاو کې به د هند اوسېدونکي د پارلمان ۵۹ نوماندانو ته رایه ورکړي.

ټاکل شوې چې د هند د پارلماني ټاکنو وروستۍ پړاو د روانې زیږدیزې میاشتې په ۱۹مه نېټه ترسره شي.

هند کې د طلوع نیوز خبریال، شبیر احمدي وايي چې په دې ټاکنو کې به له سلو میلیونو زیات کسان خپله رایه وکاروي.

نوموړی زیاتوي رسنیو ته د رایې ورکړې مرکزونو ته د ننه کېدو اجازه نه ده ورکړې شوې، خو خلک د ټاکنو له بهیره خوشاله دي او تر اوسه د ټاکنو له بهیر د درغلیو شکایت نه دی شوی.

د هند پارلماني ټاکنې په اوو پړاونو کې ترسره کېږي.

د هند پارلماني ټاکنو ته ‎‎‎۱۹۷۹ کسانو ځانونه نوماند کړي دي چې یوازې نوي ډيلي کې ۱۶۵ کسان نوماند او له ډلې یې ۱۸ تنه ښځې دي.

ټاکل شوې د ماښام تر اوو بجو پورې د رایې ورکړې مرکزونه د خلکو پرمخ خلاص وي.

د هند د پارلماني ټاکنو پایله به د مې میاشتې په ۲۳مه نېټه اعلان شي.

د هند د پارلماني ټاکنو شپږم پړاو پیل شو

هند کې د طلوع نیوز خبریال، شبیر احمدي وايي چې نن به کابو له سلو میلیونو زیات کسان خپله رایه وکاروي

شریک یي کړئ