د هېواد د کریکټ ملي لوبډلې لوبغاړي، مجیب ځدراڼ چې او سمهال د هند کریکټ غوره لیک کې د کنګز الیون پنجاب سره لوبه کوي، د خپلې تېرې شپې(دوشنبې د وري په ۵مه نېټه) لوبه کې ښه وځلید.
دا په تازه پیل شوي لیګ کې د کنګز الیون پنجاب لومړۍ لوبه وه چې د راجستان رایلز پر وړاندې یې درلوده.
کنګزالیون پنجاب دغه لوبه د ۱۴ منډو په توپیر وګتله.
لوبه لومړۍ کنګزالیون پنجاب پیل کړه او د ګریزګیل ښې لوبې سره یې سیالې لوبډلې ته د ۱۸۵ منډو هدف وټاکه.
ګیل په دې لوبه کې د ۴۷ توپونو سره ۷۹ منډې ترسره کړې.
پر وړاندې یې راجستان رایلز ورکړې ونه توانید چې ورکړل شوې موخه پوره کړي او په دې سره یې لوبه کنګز الیون پنجاب لوبډلې ته وبایلله. راجستان رایلز په ۲۰ اورونو کې ۱۷۰ منډې ترسره کړي.