د هند د کرېکټ غوره لیګ د ۲۰۱۸ کال په سیالیو کې سنرایزرز د سېشنبې په ورځ په خپله لومړنۍ لوبه کې راجستان رایلز ته د ۹ ویکټ په توپير ماتې ورکړه.
په دغې لوبه کې راشدخان ارمان، د هېواد د کرېکټ ملي لوبغاړی وتوانېد چې ښه وځلېږي او د سیالۍ لوبډلې دوه لوبغاړي د توپ له نیولو او یو هم د ویکټو له غورځولو وروسته له ډګره بهر کړ.
په دغې سیالۍ کې د لوبې لومړۍ پاڼۍ د راجستان رایلز پيل او د ۲۰ اورونو له لوبېدو او د ۹ لوبغاړو له سوځېدو وروسته د ۱۲۵ منډو په جوړېدو بریالي شول.
د رایلز لوبډلې لپاره سنجو ښه وځلېد او وتوانېد چې ۴۹ منډې ترسره کړي.
د توپ اچونې په برخه کې د سیالیې لوبډلې لپاره شکیب الحسن ښه وځلېد او د مقابلې لوبډلې دوه لوبغاړي یې له ډګره بهر کړل.
اخو بیا د سنرایزرز لوبډلې د لوبې دویمه پاڼۍ ښه پیل کړه او وتوانېدل چې د لوبې په ۱۶ اور او د یوه لوبغاړي له سوځېدو سره، دغه هدف پوره کړي او د دغه پړاو د څلورمې لوبې ګټونکي شي.
د توپ وهنې په برخه کې بیا د سنرایزرز لپاره شیکر داون ښه لوبه وکړه او په یوازې یې ۷۷ نه سوځېدلې منډې ترسره کړې، په مقابل کې بیا د توپ اچونې په برخه کې یانډیکټ د حیدر اباد یو لوبغاړی یې له ډګر څخه بهر کړ.
د لوبې په پای کې داون له ښه ځلېدو سره د سیالیو د مسلکي کدرونو له خوا د غوره لوبغاړي لقب خپل کړ.