Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هند کریکټ غوره لیګ لپاره د افغان لوبغاړو چمتووالی

ټاکل شوې سږ کال بیا افغان لوبغاړي د هند د کریکټ غوره لیګ کې لوبه وکړي. اوس مهال دې لیګ لپاره راشد ارمان، مجیب ځدران او نبي عیسي خېل چمتووالی نیسي.

راشد او نبي تېره اوونۍ د سنرایزر حیدر اباد او مجیب هم د کنګز الیون پنجاب لوبډلې سره یوځای شول او اوس تمرینونه یې پیل کړل.

ټاکل شوې سن رایزرس نن(یک‎شنبې د وري په څلورمه نېټه) د کابل پرمهال له غرمې وروسته کابو درې بجې خپله لومړۍ لوبه د کلکتې نایټ رایډرز سره ترسره کړي.

راشد خان د هند غوره لیګ کې د چمتووالي په اړه وویل:«ښه احساس لرم، ښه چمتووالی لرم، خوشاله یم چې یوځل بیا د "اورنج ارمي" لوبډلې سره یم او د یوه ښه فصل پر لور مخې ته ځو.»

له بلې خوا محمد نبي وویل:«زموږ ملاتړ وکړئ او انشالله چې دا ځل به توفان وکړو.»

د هېواد بل لوبغاړي، مجیب ځدراڼ هم د کنګز الیون پنجاب لوبډلې سره په تېرو څو ورځو کې خپل تمرین ترسره کړی او د لوبې لپاره چمتووالی نیسي.

دا دریم ځل دی چې افغان لوبغاړي د هند غوره لیګ کې لوبه کوي، دوی مخکې له دې د په یادو لوبو کې ښه ځلیدلي وو.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ افغانستان ایرلند ته په ۲۰ اوریزو او ټسټ لوبه کې ماته ورکړه او یوه ورځنۍ لوبه یې مساوي کړه. په دې لوبو کې راشد، نبی، مجیب او رحمت شاه ښه لوبه وکړه.

د هېواد کریکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد ارمان، مجیب ځدراڼ او محمد نبي د هند کریکټ غوره لیګ لپاره چمتووالی نیولی دی

شریک یي کړئ