Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد د فوټبال ملي لوبډله د ویتنام په وړاندې لوبه کوي

د هېواد فوټبال ملي لوبډله نن (سې‎شنبې د لړم په ۲۳ مه) او د کابل پر وخت ۴ بجې په یوه برخلیک ټاکنونکې لوبه کې د ویتنام په مای دین لوبغالي او د اسیا جام د غوراوي سیالیو په لړ کې د ویتنام په وړاندې ډګر ته وردانګي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد ملي لوبډله د تګ په لوبه کې د ویتنام په وړاندې لوبه ۱-۱ مساوي کړې وه.

د فوټبال ملي لوبډله به په هغه صورت کې د اسیا جام سیالیو ته لاره پیدا کړي چې وکړای شي په دغې او خپلې وروستۍ لوبه کې د کمبودیا په وړاندې بریا ترلاسه کړي.

دغه لوبه په ژوندۍ او قانوني بڼه د کابل پر وخت ۴۰ بجو له لمر ټلوېزیون څخه خپرېږي.

شریک یي کړئ