د اسیا جام په غوراوۍ سیالیو کې د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې له تاجیکستان لوبډلې څخه ماته وخوړه.
له دا شان پایلو سره افغان لوبډله نهشي کولای، چې د اسیا ملتونو جام په راتلونکو سیالیو کې ګډون وکړي.
د اسیا اتلولیو په سیالیو کې د هېواد د فوټسال ټیم د لوبې له دوامه پاتې شوه.
په دې سیالیو کې د هېواد لوبغاړي په دوه پرلهپسې لوبو کې د ایران او تاجیکستان له خوا يي ماتې وخوړه او د لوبې له دوام څنډې ته شوه.
په دغو سیالیو کې د هېواد ملي لوبډله د ایران په وړاندې ۸ پر ۲ له ماتې سره مخ شوه او په دویمه سیالۍ کې بیا د تاجیکستان په وړاندې ۴ پر ۳ يې ماتې وخوړه.
په دې سره د هېواد ملي لوبډلې لوبغاړو د اسیا اتلولیو سیالیو په بل پړاو کې لوبېدای نه شي.