د هېواد د کریکټ ملي لوبډلې اووه لوبغاړي بنګله دیش ته د دې هېواد د غوره لیګ لوبو کې د لوبېدو په موخه دې هېواد ته ولاړل.
په دې اووه کسیزه ډله کې ګلبدین نایب، حضرت ځاځی، قیس احمد، شهزاد محمدي، ظاهر خان پکتین، وقار سلام خیل او نجیب الله ځدران شامل دي.
ټاکل شوې بنګله دیش کې د دې هېواد د غوره لیګ شپږم پړاو د روانې جنوري میاشتې په شپږمه پیل شي.
په دې لیګ کې ګلبدین نایب د سکسرز لوبډلې لخوا په لوړه بیه اخیستل شوی دی.
د بنګله دیش په غوره لیګ کې مخکې له دې راشد آرمان، نبي عیسی خیل اومجیب ځدراڼ لوبې کړې وې.