Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد د کرېکت ملي لوبډله سکاټلنډ ته ولاړه

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله (افغان اتلان) له سکاټلنډ او اېرلنډ سره د څلورو یو ورځنیو یا پنځوس اوریزو سیالیو د ترسراوي لپاره سکاټلنډ ته ولاړه.

دغه لوبې د روانې زیږدیزې میاشتې په اتمه او لسمه ترسره کېږي چې له هغې وروسته، د هېواد ملي لوبغاړي به دوه نورې یو ورځنۍ لوبې د اېرلنډ په وړاندې ترسره کړي.

د هېواد ملي لوبغاړي به د ۲۰‍۱۹ کال د پنځوس اوریزو سیالیو نړیوال جام له سیالیو مخکې دوه لوبې به د پاکستان او انګلستان په وړاندې هم ترسره کړي.

د هېواد د کرېکټ د پنځوس اوریزو سیالیو لوبډلمشر ګلبدین نایب ډاډ ورکوي چې هغوی به هڅه وکړي څو وکړای شي د نړیوالو سیالیو د څلور غوره لوبډلو ته لاره پیدا کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د کرېکټ نوم وتی لوبغاړی حمید حسن، له څو کلونو وروسته ملي لوبډلې ته لاره موندلې. هغه وايي چې وروستۍ لوبې به یې په نړیوال جام سیالیو کې ترسره کړي.

د ۵۰ اوریزو سیالیو نړیوال جام به د مۍ په ۳۰ د لس هېوادونو ترمنځ په ګډه توګه په ولز او انګلستان کې پیل شي چې افغانستان به خپله لومړنۍ لوبه د اسټرالیا په وړاندې ترسره کړي.

شریک یي کړئ