Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد د کرېکټ لوبډلې ویسټ انډیز ته د ۲۹ منډو په توپیر ماتې ورکړ

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې د سې‎شنبې په ورځ (د کب په ۸ مه) د نړیوال جام د غواروي سیالیو لپاره د چمتووالي یا تدارکاتي لوبه کې ویسټ اندیز ته ماتې ورکړه او ټاکل شوې ده چې نړیوال جام ته د لارې موندنې سیالۍ د شنبې په ورځ د زېمبابوې په کوربه توب د ۱۰ هېوادونو ترمنځ ترسره شي.

په دغې لوبه کې، د توپ وهنې (بټېنګ) په برخه کې لومړی لوبه افغان ملي لوبډلې پیل کړه او وتوانېدل په ۳۵ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۳ منډې جوړې کړي.

د توپ‎وهنې په برخه کې ګلبدین نایب ښه وځلېد او وتوانېد چې ۴۸ منډې د خپلې لوبډلې لپاره جوړې کړي او په سیاله لوبډله کې بیا د توپ اچونې په برخه کې کوټریل ښه وځلېد او وتوانېد چې درې افغان لوبغاړي وسوځوي.

ویسټ اندیز په ټول کې وتوانېد چې د لوبې ۲۵ اور کې د ټولو لوبغاړو له سوځېدو سره ۱۱۰ منډې جوړې کړي.

د توپ اچونې په برخه کې دولت ځدران ډېر ښه وځلېد او د په یوه اوره او په پرله‎پسې توګه یې د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي وسوځول یعنې هټریک یې وکړ، چې په ټول کې د سیالې لوبډلې ۴ لوبغاړي یې وسوځول.

ټاکل شوې ده چې د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله سباته په تدارکاتي لوبه کې د هالنډ په وړاندې بخت وازمایي.  

شریک یي کړئ