Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد د کرېکټ لوبډلې په ټسټ لوبه کې د هند په وړاندې ماته وخوړه

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې په خپله لومړنۍ «ټسټ» یا څلور ورځنۍ لوبه کې د هند د کرېکټ ملي لوبډلې په وړاندې ماته تجربه کړه.

د هېواد ملي لوبډلې په دغې لوبه کې له دوه ځلې توپوهنې او د ټولو لوبغاړو له سوځېدو او د ۲۶۲ منډو له توپیر سره د هند په وړاندې ماتې ومنله.

په دغې لوبه کې لومړی د توپوهنې په برخه کې هند ښه توپوهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو له سوځېدو سره یې ۴۷۴ منډې وکړې چې د پوپوهنې په برخه کې د هند لپاره شیکر دوان او مورمي ویجې ښه وځلېدل او هر یوه یې ۱۰۷ او ۱۰۵ منډې ترسره کړې.

په مقابل کې د افغانستان لپاره د توپ اچونې په برخه کې یمین احمدزی ښه وځلې او د سیالۍ لوبډلې درې لوبغاړي یې وسوځول.

افغان لوبغاړو د توپوهنې په برخه کې ښه ونه ځلېدل او په لومړنۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو له سوځېدو سره یوازې د ۱۰۹ منډو په ترسره کولو وتوانېدل چې نبي عیسي خېل وتوانېد ۲۴ منډې ترسره کړي.

خو د توپ اچونې په برخه کې د هند لپاره ایشوین ښه وځلېد او وتوانېد چې څلور لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړي.

د «فالو ان» قانون پر بنسټ د هېواد لوبغاړو د دویم ځل لپاره توپوهنه پیل کړه او له دوه ځله توپوهنې سره ونه توانېدل چې د هند له خوا ورکړل شوی هدف پوره کړي او د ۲۶۲ منډو او د توپوهنې له یوه نوبت له توپیر سره لوبه وبایلله.

شریک یي کړئ