ټاکل شوې د هېواد د ۲۰ کلنو فوټسال لوبډله به په مالیزیا کې د ایران او هانګ کانګ سره لوبه وکړي.
دا لوبې چې د ایران په تبریز ښار کې ترسره کیږي، نن(پنجشنبې د وري په ۲۲مه نېټه) یې د غوراوی ټاکنې په مالیزیا کې وشوې.
د لوبډلو د غوراوي د ټاکنو په پایله کې افغانستان له ایران چې کوربه لوبډله ده او له هانګ کانګ سره په دله کې راغی.
له ۲۰ کلنو له کمو عمر لرونکو د فوټسال لوبډلو لوبې به د جون زیږدیزې میاشتې په ۱۴ پیل او په لس ورځې دوام وکړي.
په دې لوبو کې په څلورو ډلو کې ۱۲ لوبډلې ګډون کوي.