Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد وزن پورته ‎کوونکي اسیايي اولمپیک ته چمتو کېږي

اسیايي اولمپیک لوبې چې ټاکل شوې اوه ورځې وروسته د اندونیزیا په پلازمېنې، چاکارتا کې پیل شي، د وزن پورته کولو دوه افغان لوبغاړي هم ورته چمتووالی نیول او په کې ګډون کوي.

میرویس رازقي او ذبیر نظري به په دې لوبو کې د افغانستان استازی‎توب وکړي.

دوی وايي چې د اسیايي اولمپیک لوبو ته یې د درېیو میاشتو راهیسې چمتووالی نیولی دی.

میرویس رازقي څرګندوي:‎ «درې میاشتې کېږي چې د اسیايي اولمپیک لوبو ته چې ټاکل شوې ده په جاکارتا کې ترسره شي پر چمتووالي بوخت یوو او د خلکو دعا په هیله انشاالله ښه پایله به خپله کړو.»

همداراز پاورلفټینګ (وزن پورته کولو) بل لوبغاړی، ذبیر نظرزیاتوي:«د ۷۷ کیلو ګرامو په وزن کې اولمپیک لوبو ته مو ډېر چمتووالی نیولی دی.‎»

په همدې حال کې د افغانستان د وزن پورته کولو لوبډلې روزونکی، میرعبدالغفور رسولي وايي اسیايي لوبو کې ګډون کوونکو لوبغاړو ۹۰ سلنه چمتووالی نیولی دی.

ښاغلی رسولي زیاتوي: «دا دوه لوبغاړي د هېواد د درې رنګه بیرغ رپوولو لپاره هڅه کوي تر څو اسیايي لوبو کې ځان په ځواک سره څرګند کړي.‎»

د ۲۰۱۸ کال د اسیايي اولمپیک لوبې د روانې اګسټ میاشتې په ۱۸مه پیلېږي چې د سپټمبر تر دوهمې به دوام وکړي. دې لوبو کې له ۴۶ هېوادونو څخه لوبغاړي ګډون کوي چې له افغانستان څخه هم په ۱۶ څانګو کې ۸۰ لوبغاړو ګډون کړی دی.

شریک یي کړئ