د افغانستان د بسکتبال د ښځینه لوبغاړو لوبډلې د آسیايي پارا اولمپیک لوبو ته د ګډون جواز ترلاسه کړ.
افغانو معلولیت لرونکو نجونو چې په ولچر لوبه کوي وروسته له دې د آسیا پارا اولمپیک لوبو ته لار پیدا کوي چې په تایلند کې یې یادو لوبو ته د لارموندونو په موخه لوبې وکړې.
دې نجونو په دې لوبو کې څلور لوبې وګټلې او دوه یې وبایللې.
د افغانستان د بسکتبال د ښځینه لوبغاړو لوبډلې په دې تایلند کې د آسیا پارا اولمپیک لوبو ته لار پیدا کولو لوبو لړۍ کې درېیم ځای خپل کړ.
د پارا اولمپیک لوبې چې ټاکل شوې ده په مالیزیا کې ترسره شي له افغانستان څخه لامبو، وزن پورته کولو، پنګ پانګ او اتلتیک په برخو کې لوبغاړي ګډون وکړي.