Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد کرېکټ ملي لوبډلې بنګله دیش ته لوبه بایلوده

د هېواد کریکټ ملي لوبډلې د آسیا جام سیالیو نیمه پای لوبه کې د بنګله دیش پر وړاندې د دریو منډو په توپير ماته وخوړه.
 
دا د آسیا جام سیالیو په لړ کې د افغانستان څلورمه لوبه وه چې تېره شپه(یک شنبې د تلې په لومړۍ نیټه) ترسره شوه. افغانستان مخکې له دې له سریلانکا او بنګه دیش نه لوبې ګتلې وې او پاکستان ته یې بایللې وه.

له بنګله دیش سره په دې لوبه کې د افغانستان لپاره حشمت الله شهیدي ۷۱ منډې وکړې او افتاب عالم بیا د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي وسوځول.

د نیمه پایلوبو په لړ کې له افغانستان سره هم مهاله د هند او پاکستان کرکټ لوبډلو سیالي هم وشوه چې د هند په بریا پایته ورسېده.

په دې سیالیو کې هند د پاکستان او بنګله دیش پر وړاندې له دوو بریاوو سره د آسیا جام سیالیو پای لوبې ته لاره پیدا کړي ده.

ټاکل شوې هند سره پایلوبې ته د وتو لپاره پاکستان او بنګله دېش یو تر بله زور وازمايي.

افغانستان به د آسیا جام سیالیو په لړ کې سبا سې‎شنبې د تلي پر دریمه نېټه د هند پر وړاندې خپله وروستۍ لوبه وکړي

شریک یي کړئ