Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تاجکستان پر وړاندې د هېواد ۱۶ کلنو لوبغاړو لوبډلي بریا

د هېواد د فوټبال د ۱۶ کلنو لوبډلې د مرکزي آسیا زون فیټبال د اتلولیو سیالیو په لړۍ کې تېرماښام(شنبې د چنګاښ۱۶مه) تاجکستان ته ماته ورکړه.

دا لوبه په تاجکستان کې ترسره شوه او افغان لوبغاړو لوبه ۱ـ۰ پر وړاندې پر خپله ګټه پای ته ورسوله.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد یادې ملي لوبډلې بیا په لومړۍ لوبه کې د ازبیکستان پروړاندې ماته خوړلې وه او ټاکل شوې ده چې د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ۱۸مه)د قرغیزستان پروړاندې لوبه وکړي.

د لوبډلې روزونکی، سید هادي کاظمي وايي چې په دې لوبو که لومړۍ نه وی نو باید دوهم ځای خپل کړي:«موږ دې بریا ته اړتیا درلوده  او ټولو لوبغاړو ته مو وویل چې دې بریا ته اړتیا ده او په پایله کې د ټولو هڅو سره بریالي شوو او راتلونکې لوبې ته هم چمتو یوو او زموږ کمه غوښتنه دوهم ځای تر لاسه کول دي.»

لوبغاړي هم وايي چې ښه چمتووالی لري.

د هېواد د شپاړلس کلنو لوبډلې لوبغاړی، هارون ناصري وايي:«ښه لوبه وه او موږ بریا ته اړتیا درلوده او وتوانیدو چې لاسته یې راوړو. انشاالله چې د قزاقستان پر وړاندې به هم بریالي شو.»

همداراز جمشید خلیلي زیاتوي:«د هېواد له خلکو مننه کوم چې موږ یې دعا کې په یاد وو او خوښ یوو چې دې لوبو کې بریالي شوو او دوهم پړاو ته مو لار پیدا کړه. هیله لرو چې د سبا په لوبه کې هم بریالي شو.»

ټاکل شوې ده چې د هېواد د ۱۶ کلنو لوبغاړو د فټبال لوبډله د سپټمبر میاشتې په ۲۰مه د آسیا ملتونو جام سیالیو لپاره مالیزیا ته ولاړه شي او په څلورم ګروپ کې د سویلي کوریا، عراق او آسټرالیا سره لوبې وکړي

شریک یي کړئ