افغان لوبغاړي عمران حیدري تېره شپه د پولنډ د فوټبال غوره لیګ کې د خپلې لوبډلې المپیا لپاره درې ګولونه ووهل.
حیدري چې په لومړۍ نیمايي کې دوه ګوله ترسره کړي و، د لوبې په ۶۷ دقیقه کې خپل درېیم ګول ترسره کړ او خپله وړتیا یې د غوره لیګ مشرانو ته څرګنده کړه.
عمران د لوبې په ۷۰ مې دقیقه کې له ډګره بهر کړ څو روزونکی هغه د بلې لوبې لپاره وساتي.
د هېواد دغه ۲۱ کلن بریدګر لوبغاړی کابو یوه میاشت مخکې له یوه نوي تړون سره د پولنډ «المپيا ګوډرزیاډز» لوبډلې سره یوځای شو.
حیدري تراوسه په خپلو ملي لوبو کې درې وهلي ګولونه لري چې دوه ګولونه یې د اسیا فوټبال د ۲۳ کلنو په غوراوي سیالیو او یو ګول هم د تاجکستان په وړاندې دوستانه لوبه کې دی.