Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ځوانانو د کرېکټ ملي لوبډلې نوي زیلاند ته ستره ماتې ورکړه

د هېواد د کرېکټ د ۱۹ کلنو ځوانانو ملي لوبډلې د نړیوال جام په سیالیو کې، کوربه لوبډلې نوي زیلانډ ته د ۲۰۲ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره د هېواد د کرېکټ په تاریخ کې نیمه پای لوبې ته لاره پيدا کړه.

لوبه لومړی د هېواد ملي لوبډلې پیل کړه چې د ۵۰ اورونو په ترسره کولو او د ۶ لوبغاړو له سوځېدو سره یې ۳۰۹ منډې جوړې کړې چې د توپ وهنې په برخه کې د هېواد د کرېکټ لپاره رحمان الله ګربز،ابراهیم ځدران، بهیر محبوب او عظمت الله عمرزی ښه وځلېدل او هر یوه په ترتیب سره ۶۹، ۶۸، ۶۷ د خپلې لوبډلې لپاره ترسره کړې.

د لوبې په پای کې عظمت الله د توپ اچونې په برخه کې د ښه ځلېدو له امله د دغو سیالیو فني کدر له خوا د لوبې غوره لوبغاړي لقب ترلاسه کړ.

دا په داسې حال کې دی چې د هېواد د کرېکټ د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډله د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې په ورځ په نیمه پای لوبه کې له اسټرالیا سره خپل بخت ازمايي.

شریک یي کړئ