عربي متحده اماراتو کې د هېواد کرکټ غوره لیګ سیالو په لړ کې د ننګرهارـ کندهار او بلخ ـ کابل لوبډلو ترمنځ لوبې وشوې.
دا لوبې تېره شپه)د تلې په ۱۴مه نېټه( ترسره شوې چې لومړۍ لوبه کې د ننګرهار لوبډلې کندهار ته د ۶ ویکټو په توپير سره ماته ورکړه.
لومړۍ د کندهار لوبډلې توپ وهنه پیل کړه او په شلو اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ننګرهار لوبډلې ته د ۱۳۹ منډو هدف وټاکه. د ننګرار لوبډله وتوانېده چې په ۱۹ اورونو کې د ورکړل شوی هدف پوره کړ.
په دې لوبه کې د کدهار لوبډلې لوبغاړی، کریم جنت په وځلید او د خپلې لوبډلې لپاره یې ۳۹ منډې خپلې کړې.
په دوهمه لوبه کې چې د بلخ او کابل ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، بلخ لوبډلې کابل ځوانانو ته د اتو ویکټو په توپير سره ماته ورکړه.
په دې لوبه کې لومړۍ د کابل ځوانانو لوبډلې ټوپ وهنه پیل کړه او په شلو اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته د ۱۷۶ منډو هدف وټاکلو. د کابل ځوانانو لوبډله کې اوینز او راشد خان ښه وځلېدل چې په وار سره یې ۶۴ او ۵۶ منډې ترسره کړې.
د دې لوبې په پای کې د بلخ لوبډلې لوبغاړی، دوشاتي غوره لوبغاړی وټاکل شو. نوموړي ۷۸ منډې ترسره کړې او ناټ اوټ پاتې شو.