د افغانستان کرېکټ بورډ، خپل د راتلونکي زیږدیز کال پروګرامونه نن (پنجشنبې د لیندۍ په ۲۳ مه) له رسنیو او ملاتړو شرکتونو سره شریک کړل.
د دغه بنسټ چارواکي وايي چې دا کار یې د رسنیو او د کرېکت د ملاتړ کوونکو بنسټونو د ملاتړ د جلب او لپاره ترسره کړي دي.
د افغانستان د کرېکټ بورډ د مالوماتو پر بنسټو ټاکل شوې ده د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله، په راتلونکي زیږدیز کال کې، د اسیا جام سیالیو او همدارنګه د نړیوال جام سیالیو په غوراوي سیالیو کې ګډون وکړي او همدارنګه په هند کې به د بنګلهدېش ملي لوبډلې کوربتوب هم وکړي.
د کرېکټ بورډ اجرايي رییس شفیق الله ستانکزي په دې اړه وویل:«موږ په نېږدې راتلونکي کې د ټسټ لوبو په چوکاټ کې د نیوزیلنډ کوربتوب وکړو. همدارنګه په راتلونکي کال کې زموږ ملي لوبډله له سترو لوبډلو سره ډېرې لوبې په مخ کې لري.»
ټاکل شوې ده چې د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله د راتلونکي کال په فبرورۍ میاشت کې په عربي متحده ایالاتو کې د زېمبابوې له لوبډلې سره د درې ۲۰ اوریزو او یوه یو ورځنۍ لوبې په چوکاټ کې کوربتوب وکړي.
په همدې ترتیب سره، د هېواد د کرېکټ لوبغاړي په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې د اسیا جام په سیالیو، او د پنځوس اوریزو سیالیو نړیوال جام ته د لارې موندنې په سیالیو کې ګډون وکړي او بل پلو په هند کې د افغانستان په کوربتوب د بنګلهدېش له ملي لوبډلې ترسره کړي.