د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال نړیوالو ۲۰ اوریزو لوبو ته په مستقیمه توګه لاره پيدا کړه.
د کرېکټ د نړیوالۍ شورا د قوانینو پر بنسټ، هغه اته لوبډلې چې په نړیواله ډلبنډۍ کې، له اولې تر اتمې درجې لوبډلې په مستقیمه توګه د نړیوال جام سیالیو ته لاره مومي او پاتې اته نورې لوبډلې باید د ۲۰۲۰ کال د غوراوي په سیالیو کې لوبه وکړي.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اوریزو سیالیو په نړیوالۍ ډلبندۍ کې اتم مقام خپل کړل.
د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د کرېکټ نړیوالۍ ۲۰ اوریزې سیالۍ د اسټرالیا په کوربتوب ترسره کېږي.