Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کرېکټ ۱۹ کلنو لوبډله د اتلولۍ له جام سره هېواد ته راستنه شوه

د هېواد اد کرېکټ ۱۹ کلنو لوبډله د کرېکټ نړیوالۍ سیالیو ته د غوراوي سیالیو د اتلولۍ له جام سره هېواد ته راستنه شوه.

د هېواد د کرېکټ ۱۹کلونو لوبډلې له شپږو پرله‎پسې بریاو د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام سیالیو ته لاره پیدا کړه.

د کرېکټ بورډ عمومي رییس عاطف مشعل په دې اړه وویل:«موږ ټولو بهرنیو او کورنیو مبصرینو ته دا پيغام ورکړی چ د افغانستان کرېکټ هره ورځ د پرمختګ په لور روان دی دغه ځوان لوبغاړي به یوه ورځ د هغو ملي اتلانو ځای ناستي شي چې اوس په ملي لوبډله کې لوبېږي او زموږ کرېکټ به ښه او مسلکي شي.»

د هېواد د کرېکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې روزونکی دولت احمدزی وايي:«دا زموږ لپاره یوه ننګونه وه او دا زموږ لپاره ډېره اړینه وه چې موږ نړیوال جام ته لاره پیدا کړو ځکه چې په دې وروستیو کې موږ د کرېکټ د نړیوالۍ شورا بشپړ غړيتوب مو ترلاسه کړی وه او بله دا چې موږ د دغه کار لپاره ډېر پروګرامونه په لاره اچولي وو چې د هغه یوه برخه موږ په ننګرهار، دویمه برخه مو په کابل او درېیمه برخه مو په هند کې عملي کړه.»

د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې افغانستان، سنګاپور، مالیزیا او نيپال ته په شپږو واړو لوبو کې  چې د تګ او راتګ په بڼه وې ماته ورکړه او اتل شو.

د ۱۹ کلنو لوبډلې لوبډل مشر نوین الحق څرګنده کړه:«په دغو لوبو کې هېڅ ونه توانېدل چې له سلو منډې زیاتې کړي او کله چې ما د سیالۍ لوبډلې درې لوبغاړي په پرله‎پسې توګه وسوځول خوشحاله وه ځکه چې لوبه مهمه وه ځکه چې نیپال یوه ځواکمنه لوبډله وه او موږ له هغوی څخه لږه وېره لرله.»

د لوبډلې غړی یوسف ځاځی وايي:«هغه پلان چې موږ ته راکړل شوی وه وتوانېدو له هغه سره په سمون کې توپ اچونه وکړو او وتوانېدم چې درې لوبغاړي وسوځوم چې په هغه وخت کې ډېر خوشحاله وم.»

دغه لوبغاړي له یوې لنډې دمې وروسته د اسیا د اتلولۍ سیالیو کې د ځواکمن حضور لپاره یو لړ تمرینونه به پیل کړي.

د هېواد د ۱۹ کلنو لوبډلې مدیر نوید صیام کاکړ وايي:«زموږ هڅه دا وه چې نړیوال جام ته لاره پیدا کړو چې وتوانېدو دغې موخې ته ورسېږو او ټول هغه زحمتونه چې روزونکي او لوبغاړو ترسره کړل مزد یې ترلاسه کړ.»

د کرېکټ په نړیوالې شورا کې له بشپړ غړيتوب څخه وروسته، دا له بهرنیو سیالیو څخه لومړنۍ لاسته راوړنه ده.

شریک یي کړئ