Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ۲۰۱۹ کال د کریکټ نړیوالو سیالیو جام کابل ته راوړل شو

د افغانستان کریکټ بورډ د ۲۰۱۹ کال د نړیوالو سیالیو جام نن(چهارشنبې د مرغومې په ۵مه نېټه) کابل ته راوړ.

ټاکل شوې دا جام نن له غرمې وروسته په دارالامان ماڼۍ کې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د خلکو نندارې ته وړاندې شي.

د افغانستان د کریکټ بورډ مشر، عزیزالله فضلي وايي:«موږ ډېر خوشاله یو او ویاړو چې نن دا کپ زموږ هېواد ته راوړل شوی دی، موږ باور لرو چې یوه ورځ به یې د خپلو لوبغاړو پرمټ ګټو او هېواد ته به یې راوړو.»

د هېواد د کریکټ لوبډلې لوبډل مشر، اصغر افغان زیاتوي:«موږ لا هم موکه لرو او لوبډله هم په ښه حالت کې ده، هیله لرو چې دا جام وګټو او هېواد ته یې راوړو.»

کابل کې د ۲۰۱۹ زیږدیز کال د کریکټ نړیوالو لوبو جام به سبا بامیانو او ورپسې هرات او کندهار ته خلکو ته د نندارې په موخه ولېږدول شي.

د نړیوال جام سیالۍ ۲۰۱۹ کال کې په انګلستان کې د لسو هېوادونو د لوبډلو په ګډون ترسره کېږي.

په همدې حال کې د مشرانو جرګې رئیس، عبدالهادي مسلم یار وایي، دا جام د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو د هڅو په ترڅ کې هېواد ته راوړل شوی او هیله ده چې ملي لوبغاړي په دې سیالیو کې ښه وځلېږي.

کریکت

د افغانستان د کریکټ لوبدلې لوبډل مشر، اصغر افغان هیله څرګندوي چې په نړیوالو لوبو کې جام وګټي او هېواد ته یې راوړي

شریک یي کړئ