Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

راشدخان د دویمې درجې هېوادونو د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه

د کرېکټ نړیوالې شورا، د کرېکټ د دویمې درجې هېوادونو د ۲۰۱۷ کال د غوره لوبغاړي جایزه، راشدخان ارمان د افغانستان د کرېکټ نامتو لوبغاړي ته ورکړل شوه.

دا جایزه په تېر زیږدیز کال کې د افغانستان د ملي لوبډلې بل لوبغاړي، شهزاد محمدي ته ورکړل شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې دغه لوبغاړی سږ کال همدارنګه وتوانېد چې د ډېر کم امتیاز له توپیر سره د توپ اچونې په برخه کې دوم ځای خپل کړي.

راشد خان د دغې جایزې د ترلاسه کولو په اړه وویل:«زه واقعاً ویاړم او خوشحاله یم چې د دویمې درجې هېوادونو غوره جایزه ترلاسه کوم. زه پوهېږم چې په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې زما ځلېدنه نه هېرېدونکې وه او ما په دغه کال کې واقعاً ډېر خوند اخیستی دی.»

هغه همدارنګه زیاته کړه:«زه همدا اوس په اسټرالیا کې د «سټراکیرز» له لوبډلې سره یم او دلته هم د خلکو له خوا مې هرکلی کېږي. دا واقعاً ډېر عالي دی چې په نړۍ کې لېوال ولرې.»

راشدخان د هېواد د کرېټ د ملي لوبډلې لپاره خپله لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې د زېمبابوې په وړاندې ترسره کړه.

راشد خان ۱۹ کلن دی او د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي.

د تېر زیږدیز کال په فبرورۍ میاشت کې هغه د ۷۵۰ زره امریکايي ډالرو له تړون سره د هند غوره لیګ د سن رایزر حیدراباد په لوبډله کې وه.

هغه په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې د اسټرالیا، ویسټ انډیز او بنګله‎دېش په لیګونو کې لوبه کړې ده چې په دغو لیګونو کې یې فوق العاده لوبه نندارې ته وړاندې کړې ده.

راشد خان اوس د ۳۶ مهمو لوبغاړو په نوملړ کې دی چې د روان کال د جنورۍ په ۲۷ او ۲۸ مه د هند د کرېکټ په لیګ کې بولۍ ته وړاندې کېږي.

راشد خان د تېر زیږدیز کال په فبرورۍ میاشت کې د ۷۵۰ زره امریکايي ډالرو له تړون سره د هند غوره لیګ د سن رایزر حیدراباد په لوبډله کې یو لوبغاړی وه.

شریک یي کړئ